د غزني ولایت والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سره لیدنه ؤکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۵:۴۴
دیدار والی ولایت غزنی با وزیر مخابرات

د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوی نجیب الله حقاني سره د یاد ولایت مخابراتي ستونزې شریکې او د یاد ولایت په هغو سیمو کې چې تر دې دمه تر مخابراتي پوښښ لاندې نه دي راغلي د خدمتونو د رسونې غوښتنه ؤکړه.

دیدار والی ولایت غزنی با مولوی نجیب الله حقانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د لیدنې پر مهال وویل، دوی هڅه کوي د هېواد ټولو محرومو سیمو ته مخابراتي چوپړتیاوې ورسوي او همدا راز یې د غزني محترم والي صاحب ته ډاډ ورکړ چې لنډو ورځو کې به د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ د یاد ولایت زنخانو سیمه کې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او همدا راز په پام کې ده چې نیږدې راتلونکي کې به اجرستان، ناور، ګیرو، آب بند، رشیدان او د وردکو ولایت جغتو ولسوالۍ ته هم مخابراتي آسانتیاوې ورسېږي.

دیدار وزیر مخابرات با والی ولایت غزنی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل هڅه کؤي د هېواد ټولې برخې او په خاص ډول محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي چې د همدې سلسلې په دوام یاد وزارت دوه خصوصي مخابراتي شرکتونو سره د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړی چې د ۹ میاشتو په جریان کې به د هېواد ګڼې محرومې سیمې د ۳۳ مخابراتي سایټونو په نصبولو سره تر پوښښ لاندې راؤلي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته