د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوي رییس په رسمي ډول کار پیل کړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۶:۴۵
رییس جدید مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت غزنی رسماً به کارش آغاز کرد

انجینر میرحسین طنین په هغو مراسمو کې چې د غزني ولایت مرستیال او سرپرست والي محمد امین مبلغ، د ولایتي شورا وکیلانو، مالي او ادارې رییس، د بشري سرچینو رییس، د سکتوري خدمتونو رییس، د یو شمیرادارو چارواکو او امنیتي مسئولینو، قومي مشرانو او مخورو پکې ګډون کړی و، د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس په توګه معرفي شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه.

ښاغلي طنین په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې خلکو ته به د معلوماتي ټکنالوجۍ او ډیجیټلي حکومتوالۍ د پراختیا لپاره کار وکړي.

د یادولو ده چې ښاغلی طنین د ازادې سیالۍ له لارې دې پست ته ګمارل شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته