د ساینس او انجینرۍ دوهم ملي کنفرانس جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت  د اترا ادارې پر مالي ملاتړ او د مخابراتو اومعلوماتي  ټکنالوجي انستیتوت (ICTI )  او د ساینس او انجینري پوهنځي په تخنیکي مرسته د افغانستان د سانیس  اوانجینرۍ ټولنې (   AFSSEE) لخوا په  کابل کې د ساینس او انجینري دوهم ملي کنفرانس جوړ شو .
په دې کنفرانس کې چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ( ICTI ) انستیتوت کې ددوو ورځو لپاره کې جوړ شوی و د کابل، بلخ او د ننګرهار پوهنتونونو د استادانو سربیره  دساینس او انجینرۍ  د بیلا بیلو څانګو متحصیصنو او په بهرنیو هیوادونو کې افغان پوهانو او څیړونکو اوهمدارنګه د هیواد د پوهنتونونو محصیلانو او ګڼ شمیر مینه والو برخه اخیستې وه
د کنفرانس پرانسته د  مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال محترم انجینربریالي حسام په وینا وشوه اونوموړي زیاته کړه چې ساینس او ټکنالوجی د بشر له خوا  رامنځ ته شوې دوې مهمې پدیدې دي چې بشرپخپل ټول تاریخ کې ترینه  د ژوند د بیلا بیلو اړتیاوو او د پرمختګ لپاره ګټه اخیستې او دټولنو د اقتصادي رشد او پرمختګ سبب ګرځيدلي دي.
لدې کبله ددی ډول کنفرانسونو جوړول زموږ د ټولنې لپاره ډیر اهمیت لري.
همدارنګه په دې کنفرانس کې  ګڼ شمیر پوهانو دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ، مدیریت،  ټولنې،  چاپیریال،  کرهڼې،  روغتیا،  انځورپیژندنې،  پوهنې او د  ودانولو په اړه علمي او تحقیقاتي مقالې وړاندې کړې.چې د برخه والو لخوا پرې هر اړخیز بحثونه وشول.
 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته