د دایکندي ولایت والي او ورسره مل پلاوي د معصومه خاوري سره ولیدل او د دغه ولایت د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې ‏خبرې وکړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۸:۴۴
دیدار والی دایکندی با معصومه خاوری

د دایکندي ولایت والي ښاغلي احمد ضیا همدرد،  د ولایت مرستیال او د سیمه ایزې ادارې یو شمیر رئیسانو، د ډیجیټل همغږی ‏کوونکې ادارې رئیس، د ولایتي شورا غړو او د دې ولایت د علما و شورا رئیس ، د مرغومې میاشتې په ۲۳ نیټه  د مخابراتو او ‏معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلي معصومه خاوري سره ولیدل او د مخابراتو او انټرنیټ په برخو کې د ولایت د ننګونو او ‏اړتیاو د حل لارو په اړه خبرې وکړې‎.‎
ښاغلي همدرد او د دایکندي د ډیجیټل همغږۍ کوونکي ادارې رئیس ښاغلي لطف الله شریعتي د دغه ولایت ننګونې په ګوته کړې ‏او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ څخه یې د دایکندي ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې د مخابراتي ‏خدمتونو پراختیا او د نوري فایبر په غزولو کې د همکاري غوښتنه وکړه‎.‎

والی ولایت دایکندی

همداراز د دایکندي ولایت د خلکو استازي په دغه ولایت کې د انټرنیټ سره د یو شمیر ښوونځیو د نښلولو د کار ګړندی کولو ‏غوښتنه هم وکړه‎.‎
آغلې خاوري د ښاغلي همدرد او ورسره مل پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او د مخابراتي خدمتونو او زیربناوو پراختیایې د ادارو ‏ډیجیټل کولو لپاره یوه اړتیا وګڼله. نوموړې ژمنه وکړه چې د وزارت د دندو او امکاناتو په چوکاټ کې به د یادو ننګونو د حل ‏لپاره هڅې وکړي.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته