د خوست ولایت دوه منده او سپېرې ولسوالیو کې مخابراتي سایټونو جوړولو په موخه سروې تر سره شوه
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسلکي ټیم له لوري د یاد ولایت د دوه منده او سپېرې ولسوالیو په ګڼ میشتو او غرنیو سیمو کې د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د نیمګړتیاوو د لرې کولو او غوره چوپړتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتي او انټرنټي سایټونو جوړولو سروې وشوه.
د یاونې وړ ده چې ډېر ژر به په یادو سیمو کې د نویو سایټونو د جوړولو چارې پیل او د دغو سیمو محترمو اوسیدونکو مخابراتي مشکلات حل شي.