د حج پروسې برېښنايي کېدو د تړون لاسلیک:

Author image
enayat_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۳ - ۱۳:۳۴
Signing of Memorandum of Understanding between the ministry of Communications and IT and ministry of Hajj and Religious Affairs


نن شنبه د لېندۍ میاشتې ۲۳ نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (آسان خدمت ادارې) او ارشاد، حج اوقافو وزارت تر منځ د حج پروسې برېښنايي کېدو تړون لاسلیک شو.
په دغه غونډه کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د حج پروسې برېښنايي کېدل، د دیني فریضې تر سره کولو په برخه کې یو ارزښتناک ګام وباله.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: «د حج پروسې برېښنايي کېدل، د هیواد حاجیانو ته اسانتیاوې رامېنځته کوي او د دغې غونډې ټول موضوعات د حاجیانو له پاره ارزښتناک دي.»
ښاغلي فهیم هاشمي د دغې پروسې د اسانتیاوو په اړه وویل: « د دغه سیسټم رامېنځته کول، د حج پروسې په ساده کولو او لنډولو کې مرسته کوي او هغه ادارې چې د خپلو سیسټمونو برېښنايي کېدو په برخه کې هڅې کوي، د هیواد د دیجتلي کېدو برخې اتلان دي.»

وزیر حج


په دغه غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب، د هیواد الکټرونیکې کولو له امله له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات او آسان خدمت ادارې مننه او قدرداني وکړه.
ښاغلي منیب زیاته کړه: «له دې وروسته حاجیان کولای شي، د حج فریضې له پاره له خپلو کورونو څخه نوم لیکنه وکړي، مونږ د دغه سیسټم په رامنځته کولو سره حاجیانو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې.»
د ارشاد، حج او اقافو سرپرست وزیر زیاته کړه: « مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د آسان خدمت ادارې په جوړولو سره ټکنالوژۍ او اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې ستر کار کړی.»
ښاغلي منیب ټینګار وکړ، چې مونږ د حج پروسې د دیجتلي کېدو پر مټ هڅه کوو، د حاجیانو نوم لیکنې او مدیریت کړکېچنه لړۍ ساده او حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو رامېنځته کولو زمینې برابرې کړو.


 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته