د تهیه او تدارکاتو پروسې د ساده سازی په اړه ورکشاپ جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو ته د تدارکاتو د پروسې ساده سازی په اړه نن شنبه د لړم میاشتي په ۲۰ مه یو ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.

 ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالی او اداری مرستیال او سرپرست وزیر ښاغلي وهاب الدین سادات په پرانستونکي وینا پیل شو، ښاغلي سادات د دا ډول ورکشاپونو ترسره کیدل د کارکوونکو د وړتیاوو لوړلو لپاره اړین، اغیزمن او ارزښتناکه وبلل نومړي وویل: د تدارکاتو موضوع یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي چې باید په دي برخه کې  هر کارکوونکی پوره وړتیا ولري او دا ښه ده چې په دغه پروسه کې چټکتیا رامنځته شي او د پرمختللو هیوادونو له تجربوخبرشو. هغه له ټولو ګډونوالو هیله وکړه چې د ورکشاپ له محتویاتو په خپل ورځنیو کارونو کې لازمه ګټه پورته کړي.

وروسته د نړیوال بانک او مالیه وزارت کارکوونکو لخوا د تدارکاتو د پروسې ساده سازی په اړه د ورکشاپ ګډون والو ته پرزنتیشن وړاندې شو، دغونډې په ورستۍ برخه کې د تدارکاتو د پروسې په اړه هر اړخیز بحث ترسره او دپروسې د لاچټکتیا په موخه لازم وړاندیزونه مطرح شول.    

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته