د بودیجې اغیزمن لګښت او د پراختیایی پروژو حالت د بیاکتني په موخه غونډه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۷:۱۸
مصرف بودجه ۱۴۰۰

دغه ناسته چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال احمد مسعود لطیف رای او د اړوندو ادارو یو شمیر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه د ۱۴۰۰ مالي کال د پرختیایي بودیجې د لګښت څرنګوالي او د وزارت د پراختیایي پروژو د وضعیت په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دې ناسته کې، معصومه خاوري ټولو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې په مرکز او ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو پروسه ګړندۍ کړي او څرګنده یې کړه چې د پروژو په پلي کولو کې ځنډ د منلو ندی.

مصرف موثر بودجه

همدارنګه په دې ناسته کې د وزارت د تدارکاتو په پروسه کې یو شمیر ستونزو ته هم اشاره وشوه او لارښوونه وشوه ترڅو رییسان او د پروژو مدیران دې د خنډونو لرې کولو او د پراختیایی پروژو په وخت پلي کیدو کې لا ډیرې هڅې وکړي.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټوله پراختیایی بودیجه شا وخوا ۶۲۳ ملیونه افغانۍ ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته