د بریښنایي حکومتولۍ سره روڼتیا او حساب ورکول: په لغمان ولایت کې د دولتي کارمندانو د حاضری سیستم بریښنایي کیږي

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۸:۲۷
سیستم حاضری کارمندان ادارات دولتی در لغمان

د لغمان ولایت اونیزه اداري ناسته د دې ولایت والي عبدالولي واحدزي په مشررۍ او د ولایت مرستیال او د ادارو رییسانو او مسئولینو په ګډون جوړه شوه.

د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس محمد همایون شمس د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د څرنګوالي، د ډیجیټلي خدمتونو اوسنی وضعیت، د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو لاسته راوړنو، راتلونکي پلانونو، د دې سکتور په وړاندې ستونزو او ننګونو او حل لارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د لغمان ولایت والي عبدالولي واحدزي د اداري چارو په ګړندي کولو باندې په ټینګار سره د ټولو ادارو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په همکارۍ د کارکوونکو د حاضرۍ سیستم دې د ۱۵ ورځو په لړ کې بریښنایي کړي او په راتلونکي غونډه کې دې د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړي.

سیستم حاضری کارمندان ادارات دولتی در لغمان

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته