د بدخشان ولایت د مخابراتو ریاست د آ ټي برخې کارمندانو لپاره د مایکروټیک لومړنی روزنیز پروګرام تر سره شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۳:۴۵
ولایت بدخشان

دا پروګرام د بدخشان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست تخنیکي کارمندانو د مسلکي پوهې کچې د لوړولو په موخه تر سره شو.

د بدخشان ولایت د مخابراتو رییس ښاغلي نقیب الرحمن معروف په اداره کې د انټرنټ بانډویډ د ښه تنظیم لپاره د مایکروټیک ټکنالوجۍ په اهمیت خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د انټرنټ د ضایع کیدو د مخنیوي په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي معروف زیاته کړه چې د دې ټکنالوچۍ په زده کړې سره کارمندان کولای شي په اداره کې د کم بانډویډ څخه ښه او اغیزناکه ګټه پورته کړي.

د یادولو ده چې دا ډول روزنیز پروګرام به د نورو ادارو د آی ټي کارمندانو لپاره هم ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته