د بادغیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۱:۲
جلسه هماهنگی ریاست مخابرات ولایت بادغیس

دا غونډه د بادغیس ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محمد صادق صمیم په حضور د افغان ټلیکام، روشن، افغان ‏بیسیم، اتصالات او د ام ټي ان مخابراتي شرکتونو په ګډون د ډېرې همغږۍ د اسانتیاوو را منځته کولو او د مخابراتي خدمتونو د ‏پراختیا په موخه د دې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه‎.‎

په دې ناسته کې محمد صادق صمیم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ستراتیژیو د اهدافو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتي ‏شرکتونو له مسؤلینو څخه یې د دوامداره همکاریو او پدې برخه کې د اهدافو د پلي کولو غوښتنه وکړه‎.‎

ښاغلي صمیم همدا راز یادونه وکړه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سکټور د هیواد بنسټیز او یو مهم سکټور دی ‏او د دې سکتور د لارې د ښو خدمتونو وړاندې کول د نورو سکتورونو د ودې لامل هم کیږي، دا خپله مرسته کوي، چې د ‏ډیجیټلي اقتصاد د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې پرمختګ وکړو‎.‎

همدا رنګه پدې غونډه کې د روشن د مکالماتي موجوده ستونزې او د سلام مخابراتي شبکې ‏ G ‏3 انټرنیټي خدمتونو په اړه جلا ‏خبرې وشوې او د دواړو شرکتونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د مکالماتو او انټرنیټي خدمتونو په وړاندې ستونزې او ننګونې به ‏ډېر زر حل کړي‎.‎

په پای کې د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په ملاتړ به په ټولې هڅې ‏سره د بادغیس خلکو لپاره ښه او اغیزمن خدمتونه وړاندې کړي‎

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته