د انټرنیټ لس ستر شرکتونه د انټرنیټي ټرافيک د تبادلې مرکز سره یوځای کېږي

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۴/۶ - ۵:۳
sds

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو د امنيت رياست د سرپرست محترم زاهد ستانکزي تر ریاست لاندې او د NIXA پروژې د مدير عبدالمجيد يما او د ISP د لس سترو شرکتونو د استازو په ګډون مشترکه ناسته تر سره شوه او ددغه شرکت لیوالتيا وښوده چې په لومړۍ مرحله کې د انټرنیټی ټرافيک د تبادلې مرکز سره یوځای کېږي.
د معلوماتو د امنيت رياست سرپرست او د(NIXA) پروژې مدير د قيمتونو د کمښت او د انټرنیټ د سرعت د چټکتيا له پلوه ددغه سيسټم د نقش او ارزښت په اړه د یو پرېزنټیشن له لارې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. 
وروسته د ISP شرکتونو د معلوماتو د امنيت او د ارتباط د څرنګوالي په اړه خپلې پوښتنې وکړې چې د ښاغلي زاهد ستانکزي له خوا ورته لاز ځوابونه ورکول شول. 
ورپسې د ISP شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د دوه اړخيزه هوکړه لیک په لاسلیکېدو سره به د انټرنیټي ټرافيک د تبادلې د مرکز سره یوځای شي چې وکولی شي ددغه سيسټمو له ګټو څخه په استفادې خپلو هېوادوالو ته ښه او با کيفيته خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته