د انترانت او انترنټ خدمتونو وړاندې کولو لپاره د (GovNet) سره د یو شمیر دولتي ادارو نښلول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۶:۳۰
مقام وزارت

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د برښنایي حکومتولی زیربناوو رامینځته کولو او پراختیا لپاره د خپلو هڅو په دوام کې په پام کې لري چې یو شمیر دولتي دفترونه او بنسټونه د الکټرونیکي شبکې (GovNet) سره ونښلوي.

د دغه پروګرام موخه په مینځ مهاله کې د انټرنټ او انټرانټ خدمتونو چمتو کول دي چې د ډیجیټل کاسا پروژې لخوا او د نړیوال بانک په مالي مرسته پلې کیږي.

د دې موخې لپاره، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي په مشرۍ غونډه د وزارت تخنیکي ټیم او ډیجیټل کاسا پروژې په ګډون جوړه شوه او د دې پروژې د پلي کولو څرنګوالي، او ګټو په اړه بحث وشو.

پدې ناسته کې د پروژې د پلي کیدو څرنګوالي او د GovNet سره د دولتي دفترونو د نښلولو د ګټو، او همدارنګه د اړتیا له مخې دولتي دفترونو ته لومړیتوب ورکولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د دې پروژې په پلي کیدو سره، د ګټو سربیره، د لرې واټن زده کړې (Distance Learning)، ټلی میډیسین (Tele Medicine) او نورو ډیجیټل سکتورونو کې به اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته