د الکترونيکي تذکرو لپاره چمتوالی نيول شوی

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزير شهزاد اريوبي په مشرۍ د اليکترونيکي تذکرو اړوند د همغږۍ کمېټې ناسته تر سره شوه. په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت د تخنيکي مسولينو تر څنګ د نفوسو د ثبت ادارې رئيس او د GTR شرکت رئيس ګډون کړی و. 
د همغږۍ کمېټې غړو د اليکترونيکي تذکرو لپاره د امادګيو، مرکزونو، تجهيزاتو، د وېش ميکانيزم او نهايي پړاو په اړه معلومات ورکړل. سرپرست وزير د همغږۍ کمېټې له کارونو رضايت وښود او زر تر زره يې د دې سترې ملي پروسې د پېلولو هدايات ورکړل.
د اليکترونيکي تذکرې اړوند ټولې تخنيکي چارې او د معلوماتو ثبت د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ اړوند کېږي چې په لنډ وختت کې يې چمتو والی ونيو او ډېر 
ژر به د تذکرو وېش پېل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته