د اقتصاد وزارت سره د زیربنايي پروژو د روڼتيا او حسابدهۍ زیاتېدو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۶ - ۱۷:۲۶
تفاهمنامه همکاری به منظور افزایش شفافیت و حسابدهی در پروژه های زیر بنایی با وزارت اقتصاد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د هېواد د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د وزیرانو شورا په څنډه کې د اقتصاد وزیر محترم ډاکتر مصطفی مستور د سره مو د زیربنايي پروژو د روڼتيا او حسابدهۍ زیاتېدو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددغه هوکړه لیک موخه د افغانستان په زیربنايي پروژو کې روڼتيا رامنځته کول دي چې له مخې يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سربېره اووه نور وزارتونه او مستقلې ادارې لاندې فعالیتونه تر سره کوي.

1د کاسټ نړېوالو معيارونو سره سم د زیربنايي پروژو اطلاعات نشرول، 
2. د اطلاعاتو خپرولو له لارې په زیربنايي پروژو کې د خلکو شریکول، 
3.د زیربنايي پروژو د ارزونې په موخه د کاسټ تحقیقاتي ټیم سره د ادارو همکاري، 
4 ددغه بنسټ د تحقیقي راپورونو د موندنو پر بنسټ د زیربنايي پروژو په میکانیزم کې اصلاحات راوستل. 
د کاسټ په اړه باید وویل شي چې د زیربنايي سکټور د روڼتيا یو نړېوال او غیر انتفاعي ابتکار دی چې د حکومت، خصوصي سکټور او مدني ټولنې سره د زیربنايي پروژو د روڼتيا او حسابدهۍ له مخې د پانګونو د ارزښت زیاتېدو لپاره کار کوي. 
د افغانستان دولت د وزیرانو شورا ۱۳۹۲ مال د تلې مياشتې د پرېکړې پر اساس د اقتصاد وزارت له لارې ددغه ابتکار سره یوځای شوی او رسما يې په ۱۳۹۵ کال کې کار شروع کړی. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته