د افغان پُست له لارې د سلام سیمکارتونو پلورل:

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۳:۶
موافق نامه


نن سه شنبه د لېندۍ میاشتې ۲۶ نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت (افغان پست ریاست) تر مېنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه.
د دغه تړون له مخې، به له دې وروسته په ټول هیواد کې د سلام مخابراتي شرکت سیمکارتونه په اصلي بیه، د افغان پست پلور مرکزونو له لاري پلورل کیږي.
د پست ادارې رییس احمد وحید ویس، په دې اړه خبریالانو ته وویل: «دغه تړون په ټول افغانستان کې د افغان پست نمایندګیو له لارې د سلام سیمکارتونو پلورلو او دواړو ادارو تر مېنځ د همکاریو پېاوړې کولو په موخه لاسلیکیږي.
نوموړی زیاتوي، د پست ریاست د وروستیو فعالیتونو او هڅو له امله، د دغې ادارې کلنی عاید له ۱۴۰ میلیونه افغانیو څخه شاوخوا اته سوه میلیونه افغانیو ته لوړ شوی.
 

افغان تلیکام


په دغه ناسته کې د افغان تلیکام شرکت مرستیال انجنیر محمد شریف وویل: «د دغې هوکړې له لاسلیکولو وروسته به د سلام شرکت سیمکارتونو وېش په برخه کې شته ستونزې راکمې شي او هیوادوال کولای شي د ټول هیواد په کچه دغه سیمکارتونه د پست ادارې له پلور مرکزونو څخه تر لاسه کړي.»
د دغه تړون له مخې به په ټول هیواد کې د سلام مخابراتي شبکې سیمکارتونه له پنځوس افغانۍ مصرفي حساب سره یو ځای یوازې د (سل افغانیو) په بدل کې تر لاسه کړي.

افغان پست

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته