د افغان پُست ریاست او ایروپارسل خصوصي پُستي شرکت تر منځ د پُستي خدمتونو د عصري کولو تړون لاسلیک شو

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱/۲۷ - ۵:۳
sdf

د روان 1397 کال د حمل د میاشتې په 27 مه نیټه د افغان پُست ریاست او ایروپارسل پُستي خدمتونو خصوصي کمپنۍ تر منځ د پُستي زیربناوو د عصري کولو په موخه د همکاری هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک د افغانستان د نافده قوانینو د حکمونو پر بنسټ جوړ شوی دی او په هیواد کې د پُستي خدمتونو د زیربناوو عصري کولو، ودې او پراختیا، ولایتونو ته په خوندي توګه د پُستي بستو او توکو د ګړندي لیږدونې په موخه د ایروپارسل شرکت د ټرانسپورټې اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د همکاری زمینه چمتو کوي.

همداراز به یاد شرکت د لاښه او غوره پستي خدمتونو د وړاندې کولو په منظور د افغان پُست ریاست سره مالي، تخنیکي او مشورتي خدمتونو په برخو کې مرسته کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته