د افغان پوسټ شرکت د منقولو او غیر منقول ملکیت لیږد په اړه غونډه جوړه شوه او لازمې پریکړې وشوې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۱:۲۰
جلسه‌ای به منظور انتقال اموال منقول وغیر منقول شرکت افغان پُست

په هغه ناسته کې چې د ۱۳۹۹ کال د مرغومې (جدي) میاشتې په ۹ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای، د اړوندو ادارو رئیسانو، د افغان پوسټ مرستیال، د مالیې وزارت استازو او د تفتیش عالي ادارې استازو په حضور جوړه شوې وه د افغان پوست شرکت د منقولو او غیر منقول ملکیت لیږد په اړه د ولسمشرۍ د فرمان د پلي کولو په اړه لازمي خبرې او پریکړې وشوې.

جلسه‌ای به منظور انتقال اموال منقول وغیر منقول شرکت افغان پُست

په سر کې ، د یادو ادارو استازو (په مرکز او ولایتونو) کې د افغان پوسټ شرکت د منقولو او غیر منقول ملکیت لیږد په اړه د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د راپورونو له اوریدو وروسته، یادونه وکړه چې د افغان پوست د ملکیت لیږد پروسه د جمهوري ریاست د فرمان په صادرولو سره باید ډیر دمخه پیل شوې وي، چې بدبختانه نه دی ترسره شوی.

آغلې خاوري څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې شرکت خدمتونو د دوام لپاره د روان کال په جریان کې لازمه همکاري کړیده.

د غونډې په پای کې، آغلې خاوري اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ولسمشر د فرمان له مخې د افغان پوسټ شرکت ټول منقول ملکیت دې شرکت ته وسپاري او غیر منقول ملکیتونو لیږدونې څرنګوالی باید د اړونده اصولو او قوانینو سره سم ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته