د افغان پوسټ شرکت، مرکزي غیرمنقوله ملکیتونو د تثبیت لپاره غونډه جوړه شوه

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۸:۴۰
ریاست اداری و خدمات

دا ناسته چهارشنبه د ۱۳۹۹ کال د مرغومې میاشتې په ۱۷ نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اداري او خدماتو رئیس، د افغان ‏پوسټ شرکت مرستیال او تخنیکې کارپوهانو، د مالیې وزارت او پلټنې عالي ادارې استازو په ګدون جوړه شوې وه او د افغان پوسټ شرکت د غیرمنقوله اموالو د تثبیت په اړه خبرې وشوې.‏

لومړی د اداري او خدمتونو رئیس، په مرکز او ولایتونو کې د افغان پوسټ شرکت منقول او غیر منقوله ملکیتونو د تثبیت په ‏تړاو د دې ادارې د اجراآتو رايور وړاندې کړ. هغه زیاته کړه چې منقول او غیر منقول ملکیتونو لیږد په شپږو پړانو کې ترسره ‏کیږي، لومړی پړاو چې د مرکز منقول ملکیتونو لیږد دی ترسره شوی دی. دویم پړاو د ولایتونو منقول او غیر منقوله ملکیتونو ‏لیږد چې د موظفې کمیټې لخوا تر کار لاندې دی. هغه یادونه وکړه چې د ۱۹ ولایتونو د ملکیتونو کار بشپړ شوی او پاتې ‏ولایتونو راپور به د اجراآتو له بشپړیدو وروسته شریک شي‎.‎

ښاغلي بریالی صافي څرګنده کړه د ۱۸ ولایتونو د پوست خونو د ملکیت انتقال په موخه یو هیئت ټاکل شوی دی او د پوست ‏خونو ودانۍ د دغه هیئت لخوا تثبیت شوي دي‎.

د کمیټې غړو د اداري ریاست او ګمارل شوي هیئت راپور له اوریدو وروسته د مرکز غیر منقوله اموالو د تثبیت په اړه خپل ‏نظریات وړاندې کړل‎.‎

د ناستې په پای کې د کمیټې غړو د افغان پوسټ شرکت د منقول او غیر منقول ملکیتونو د انتقال د څرنګوالي په اړه لازمې ‏پریکړې وکړې.‏

ریاست اداری و خدمات

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته