د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت د کار روزنې(internship) پروګرام څخه د ۴۲ تنو فراغت

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۳ - ۸:۵۰
46217917_1979273315703219_811857400012210176_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په یوځانګړي محفل کې د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت له خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رشتو څخه ۴۲ تنه فارغو شويو ښځينه او نارینه ځوانانو د کار روزنې (internship) د پای په مراسمو کې برخه واخیسته.
ياد محصلين، د کار روزنې (internship) په دوه مياشتينۍ روزنيزه دوره کې د مخابراتو، GSM، نوري فايبر او کمپيوټر په برخه کې روزل شوي وو، چې 
د افغان ټېلېکام شرکت د مسؤولينو له خوا يې د فراغت تصديق پاڼو تر لاسه کولو تر څنګ غوره محصلينو ته په راتلونکي کې د کاري زمينې د برابرولو ژمنې هم وکړې. 
يقينا ټکنالوجي د ننۍ دنيا د پرمختګ او تحول اساس بلل کېږي. 
محترم اريوبي وویل چې له افغان ځوانانو يې هیله داده چې د انسانانو په ژوند کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو سره، خپلو لوړو زده کړو، په ځانګړې توګه د ټکنالوجۍ په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړي، د پرمختللو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي او د ګران هېواد افغانستان د ترقۍ او پرمختګ په برخه کې خپل مسؤوليت تر سره کړي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته