د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د رهبري هئیت غونډه جوړه شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۱۲
hh

پرون سه شنبه، د روان ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په  ۱۷ نیټه د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي په ریاست جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې، د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د خدمتونو د تطبیق او څرنګوالي په اړه راپور ارزونه وشوه او د دې شرکت په چاروکې پر ډله‌ییزو او شفافو پریکړو‌ ټینګار وشو.

ښاغلي هاشمي د ډله‌ییزو پریکړو په ټینګار سره وویل چې له نن څخه به د دې شرکت پورې اړوند ټولې پریکړې باید په ګډه او د اجرایوي بورډ لخوا ونیول شي. هغه زیاته کړه چې پدې شرکت کې د افرادو هرډول بدلون او برطرفی باید بند شي مګر دا چې د اصولو، اړتیا او یا اصلاحاتو پراساس او موخه وي.

همدا راز غونډه د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د خدمتونو په بیلا بیلو اړخونو ارزونه وکړه او اړوند چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې احتمالي ننګونې او نیمګړتیاوې په ګوته کړي او ژر تر ژره د حل لپاره یې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته