د افغانستان MTN مخابراتی شرکت رئیس د آغلې معصومه خاوري سره تعرفي لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۷
MTN

د افغانستان د MTN مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هدایت الله زاهد او ورسره مل پلاوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره تعارفي کتنه وکړه او د دوه اړخیزو مسایلو او همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

پدې کتنه کې، د یاد شرکت رئیس په هیواد کې د مخابراتي سیسټمونو وده او پیاوړتیا او د مخابراتو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ د لازمې همغږي په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت له مشرتابه څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

آغلې خاوري د ښاغلي زاهد له حضور څخه د قدردانۍ پرمهال ژمنه وکړه چې د مخابراتو وزارت مشرتابه به د خصوصي سکتور د ودې او پیاوړتیا په برخو کې د قانون او امکاناتو په چوکاټ کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته