د افغانستان لپاره د نړېوال بانک مسؤولينو سره ليدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۸ - ۱۴:۲۰
دیدار با مسئولان بانک جهانی برای افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د نړېوال بانک د مسؤول ښاغلي Rajendra Shukla سره د لیدنې تر څنګ په افغانستان کې د نړېوال بانک د همکاريو په اړه خبرې وکړې. 
د لیدنې په ترڅ کې محترم آريوبي د ديجيټل کاسا، الکترونيکي حکومتدارۍ، سيمه ييز اتصال، د افغانستان د ICT پاليسۍ، ديجيټل اقتصاد سټراټيژيک پلان او په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د پراختيا په 
برخه کې د نړيوال بانک همکارۍ پر څرنګوالي او لا اغېزمنتيا خبرې وکړې
په افغانستان کې د نړېوال بانک مسؤول د وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو پر پراختيا خوشالي ښکاره کړه او په راتلونکي کې يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د دغه سکټور د پراختيا لپاره د هر اړخيزه همکاريو ژمنه وکړه
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته