د ارو پایي ټولنې سفیر ښاغلي (پیري مایودان) سره ناسته،

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

۲۶لیندۍ (۱۷ ډیسمبر) 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د اروپایې اتحادیي له سفیر ښاغلي پیري مایودان سره ولیدل. په ناسته کې په بریښنایي حکومتوالۍ، سایبري خوندیتوب، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې پر ظرفیت لوړنې، بریښنایي صنعت، خلکو ته په ډیجیټلي ډول د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د نوري فایبر په واسطه افغانستان د چین له لارې او له همدې لارې منځنۍ اسیا، افریقا او اروپایې هېوادونو سره پر نښلولو او نورو اړونده بنسټیزو مسائیلو خبرې وشوې.


ښاغلي اریوبي د اروپایي ټولنې سفیر له راتګ څخه مننه وکړه او افغانستان سره یې د یادې اتحادیې غړو هېوادونو مرستې وستایلې. نوموړي همداراز له ښاغلي مایودان څخه په یادو بر خو کې د زیاتې مرستې غوښتنه وکړه. ښاغلي مایودان د اروپایي ټولنې په استازیتوب وزیر صیب ته په مخابراتي سکټور کې د ډیرو مرستو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اروپایي ټولنه به د اوږد مهال لپاره له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کو خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په پای کې وزیر صیب د ښاغلي مایودان له راتګ څخه یو ځل بیا مننه وکړه او په دوه اړخیزه همکارۍ یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۲۴
Background image

د معلوماتي سیستمونو د پراختیا ورکوونکي لوی متخصص د لسو بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

په دې رقابتي ازموینه کې د شرایطو وړ ۳۵ تنو نوماندانو ګډون کړی و چې لس با تجربه او په شرایطو...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

بېرته خبرونه ته