د احمد شاه بابا مینې او امید سبز سیمې د ډیجیټل سیمداره تلیفون پروژو کار رسما پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د احمد شاه بابا او امید سبز د ډیجیټل تلیفون د پروژو کار د روان  ۱۳۹۳کال د ثور د میاشتې په ۲۴مه نیټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ،کارکونکو او د رسنیو استازوپه کې برخه درلوده د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین لخوا پرانستل شو.

ښاغلي امیرزي سنګين په هغه غونده کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه یادې پروژې یې د هیواد د پرمختګ په لور یو بل ګام وباله او ویې ویل چې دا پروژې د افغان ټیلی کام په پانګونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر څارني لاندې پلې کیږي.

ښاغلي امیرزي سنګین د خپلو خبرو په دوام وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان شوي پروګرامونو په اساس د وروستیو ۱۲ کلونو په ترڅ کې د مخابراتي سکتور ودې او خلکو ته د لاښه او ارزانه خدمتونو برابرولو لپاره نه ستړي کیدونکی، رغنده او موثره هڅې کړي. او د ډیجیټل سیمداره ټلیفون پروژې د بنسټیزو پروژو څخه دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د ۱۳۸۵ کال را هیسې تر لاس لاندې نیول شوي دي.

ښاغلي سنګين زیاته کړه د مخکینیو پلانونو پر بنسټ د کابل ښار په اکثره سیمو کې د ډیجیټل تلیفوني مزو غزولو پروژې  بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي.   

د احمد شاه بابا او امید سبز د ډیجیټل پروژې د ۱۲،۵ ملیون ډالر په ارزښت  چی د افغان ټیلی کام شرکت لخوا پانګونه شوې او په ټولیزه توګه د ۲۴۰۰۰ لاینونو ظرفیت لري د یادو سیمو ۱۱۰۰۰ متره مربع ساحه  تر خپل پوښښ لاندې راولي.

همدا راز ښاغلي امیرزي سنګین یادونه وکړه: چې دغه پروژې په نړۍ کې د موجوده Passive – Active تجهیزاتو سمبال او د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د سټنډرډ پر بنسټ جوړیږي ددغه پروژو په افتتاح کولو سره به د سيمې خلک د باکیفیته او ارزانه تلیفوني اړیکو سربیره  د ډیټا د لیږد رالیږد، انترنیت دایل اپ او په همدې ډول د DSL له لارې د چټک انترنیت اسانتیاوو څخه برخمن شي او د هیواد په عوایدو کې به ډیروالی هم راشي.

ورپسې ډاکتر ستانکزی د خلکو د شورا په استازيتوب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه نیک اقدام څخه مننه وکړه او خپل رضایت یې څرګند کړ او د پروژو د کار په بشپړولو کې یې د کارکونکو سره د هر ډول همکاری ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو...

بېرته خبرونه ته