دمخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ د کار په ملي کنفرانس کی کدون وکر.

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۲/۱۱ - ۵:۳
fdfdf

د کار په دري ورځني ملي کنفرانس کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ابتکار د لوړ پوړو دولتي چارواکو او خصوصي سکټور استازو په ګډون جوړ شوی و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي هم پکې برخه واخیسته او نن د جلالمتآب ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې جمع بندې او پای ته ورسیده.
یاد کنفرانس په هېواد کې د بیکارۍ ستونزي له منځه وړلو او کاري فرصتونو برابرولو په هدف جوړ شوی وو چې د دولتي او خصوصي سکټور استازو په مختلفو پینلونو کې پدې اړه خبرې وکړې او د کړنلارو رامنځ ته کولو په تړاو یې نظرونه وړاندې کړل. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په خپل ورا سره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره په همکارۍ هېوادوالو ته د کار او زده کړو اسانتیاوو برابرولو او د دندو غوښتونکو او استخدام کوونکو ادارو لپاره داسان وظیفه په نوم د معلوماتو رسونې کره سیستم جوړ کړی دی، چې د دې سیستم په اساس ټولې ادارې کولی شي چې له یوې واحدې سرچینې د خپل پروفایل په جوړولو سره دندې مدیریت، په وړیا توګه اعلان او له همدې پورتال د دندو غوښتونکو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته