بريښنايي لاسلیک او د راکړې ورکړې (معاملاتو قانون) د رسمي جریدې له لارې خپور شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۴:۵۴
جریده رسمی

دغه قانون چې (۶) فصلونه او (۳۲) مادې لري، د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په (۸.۶.۱۳۹۹) نېټه د (۷۵) شمېرې تقنیني ‏فرمان پر اساس توشیح او پلې کېدونکی شو، تازه د رسمي جریدې له لارې خپور شو.‏

برېښنايي لاسلیک او د راکړې ورکړې قانون، ډیجیټلي بدلون ته د لار پرانیستو په برخه کې د قوانینو مور حیثیت لري او له ‏تصویب وروسته به یې افغانستان په رسمي ډول د نړۍ له برېښنايي کاروان سره یو ځای شي.‏

د دغه قانونه له پلې کېدو سره به، افغانستان د ډیجیټلي اقتصاد او حکومتولۍ ودې او په بنسټیز ډول معلوماتي ټولنې ته د لار ‏پرانیستو په برخه کې اغېزمن ګام اوچت کړي.‏

برېښنايي لاسلیک او د راکړې ورکړې قانون، د ملګرو ملتونو د اصولو او برېښنایي لاسلیک بېلګې قانون، د سوداګرۍ بېلګې ‏قانون، او په نړیوالو تړونونو کې د برېښنايي راکړې ورکړې په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون پر اساس چمتو شوی دی.‏

تر دم ګړۍ پورې د نړۍ شاوخوا ۱۰۰ هېوادونه، د برېښنايي راکړې ورکړې په برخه کې له برېښنايي لاسلیک او د راکړې ‏ورکړې له قانون څخه کار اخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته