انټرنټ سره د ښوونځیو نښلول او پدې پروژه کې د ننګونو حلولو په موخه د اړوندو ادارو ناسته وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۴:۳۵
پروژه وصل مکاتب

په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال ، سلاکارانو، د اترا ادارې مسئولینو، د ‏پوهنې وزارت، تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې، ملي پراختیا او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت بیلابیلو څانګو مسؤلینو برخه ‏اخیستې وه‎. ‎

په ِغونده کې، د نوري فایبر له لارې د ۱۶۰ ښوونځیو نښلول او د پاینټ تو پاینت او وایمکس ټکنالوجۍ له لارې ۵۰۰ ښوونځیو ‏سره وصل کول، د نوري فایبر له طریقه د ۱۰۱ ښوونځیو د قرارداد مودې غزول، د نوري فایبر په وسیله نښلول شوي ښوونځي ‏تجهیز کولو څرنګوالی او ګټې اخسیتل، د پاینت تو پاینت او وایمکس له لارې د ۲۱۹ ښوونځیو بدلون او د یاد شويو ښوونځیو ‏انټرنټ لپاره اړینو تجهیزاتو خریداري لپاره پر بودیجې خبرې وشوې‎. ‎

لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای د غونډې ‏ګډونوالو ته د غونډې د اجندا په اړه معلومات وړاندې کړل او بیا د اړوندو ادارو استازو د ځینو ښوونځیو د نښلولو د ستونزو د ‏حل څرنګوالي په اړه خپل نظریات څرګند کړل‎.‎

احمد مسعود لطیف رای

په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې پدې پروژه کې د ننګونو د حل لپاره د اړوندو ادارو د ‏استازو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړي او کمیټه دې خپل کار ژر تر ژره پیل او په راتلونې ناسته کې د خپلو کارونو د پایلې په ‏اړه رايور چمتو او وړاندې کړي.

‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته