اغلې معصومه خاوري سره د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د رئيس او ځینو مسؤلینو دې پیژندګلوۍ کتنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۴:۳۲
دیدار محترمه معصومه خاوری با احسان الله بیات

ښاغلي احسان الله بیات، د بیات بنیاد عمومي رییس او د افغان بېسیم شرکت عمومي مشر او ورسره مل پلاوي نن(پنجشنبه د تلي 10مه نیټه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرستې محترمې معصومه خاوري سره د یوې تعارفي ناستې په ترڅ کې خبرې وکړې.

ښاغلي بیات، میرمن خاوري ته د هغې د نوي مسؤلیت او دندې مبارکی ویلو ترڅنګ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې د شته ننګونو حلولو لپاره د مخابراتو وزارت له مشرتابه څخه د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدا ډول، د ښاغلي بیات او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال، آغلې خاوری څرګنده کړه چې د مخابراتو وزارت د دندو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې به د خدمتونو وړاندې کولو او د اړینو پالیسیو په برخه کې وزارت پیاوړی کړي او د مخابراتي شرکتونو ودې لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته