هېواد ته د بې کیفیته او جعلي ګرځنده ټلیفونونو د واردولو د مخنیوي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبرتیا!

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۲
اطلاعیه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پرېکړې له مخې، له دې وروسته د ګرځنده تلیفونونو واردوونکي شرکتونه مکلف دي څو هېواد ته د مبایل سیټونو له واردولو مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې څخه د مبایلونو د تورید جوازلیک ترلاسه او په قانوني ډول خپل فعالیت ته د وام ورکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم علاوه د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا دنده هم پر غاړه لري د وخت د غوښتنو او د چارو د آسانیتا په موخه وخت په وخت ګڼ مهم سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري چې د همدې لړۍ په دوام هېواد کې د بې کیفیته او جعلي مبایل سیټونو د واردولو، د هېوادوالو د ګرځنده ټلیفیونونو د ورکېدو د مخنیوي .... په موخه  (IMEI) سیسټم چې د ټولو ګرځنده تلیفیونو (IMEI) شمېرې په کې درج دي جوړ او عملا یې ګټې اخیستنې ته سپارلی، په همدې اساس د ګرځنده ټلیفونونو واردوونکي شرکتونه اړ دي څو د  (IMEI)  مشخصو شمېرو له ثبت او راجسټر کېدو او له تورید څخه واړندې د اټرا ادارې جواز لیک ولري.

په همدې اساس د هېواد ټولو هغو سوداګرو ته چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته ګرځنده تلیفونونه واردوي خبر ورکول کېږي له دې وروسته د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د جوازلیک د نه درلودو په صورت کې د مبایلونو له واردولو ډډه وکړي د غیر قانوني کړنې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته