د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو لپاره د غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو لپاره د غوړونکو (روغنیاتو) توکو چمتو کولو پروژې د قرارداد ورکولو پروژه څلور میلیونه یو لک او شل زره (۴۱۲۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د افغانستان د نفتو او ګازو د امارتی شرکت ته چې د کابل د مرکز په ۱۷ ناحیه کې د سر کوتل کې موقعیت لري، ورکړئ.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات "حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۱ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۱ کابل
Background image

د وسایطو د اړتیا وړ ۱۰۴ قلمه پرزو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب...

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۹ کابل
Background image

د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي...

Back to tenders