د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۱
پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د پکتیا ولایت له والي ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د یاد ولایت د مخابراتي ستونزو پر حل، لرو پرتو او فرضي کرښې په امتداد سیمو ته د مخابراتي خدمتونو پر رسولو خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د پکتیا ولایت والي ښاغلي مولوي مهرالله حماد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د هېواد لرو پرتو سیمو او هغه برخو ته چې له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې د آسانتیاو رسول یو مهم او اساسي ګام یاد کړ او خوښي یې څرګنده کړه چې اوس مهال د هېواد ټولو برخو ته د خدماتو پراختیا په چټکۍ روانه ده.

ښاغلي والي پکیتا ولایت کې د یو شمېر هغو سیمو چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي د پوښښ او آسانتیاو د چمتو کولو غوښتنه هم وکړه.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د هېواد ټولو برخو ته په متوازن او عادلانه ډول د خدماتو په رسولو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د پکتیا ولایت لرې پرتې او هغه سیمې چې د فرضي کرښې په امتداد دي له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو به برخمنې شي.

د یادونې وړ ده له فتحې وروسته د هېواد نورو ولایتونو تر څنګ د پکتیا ولایت ډېری او په ځانګړي ډول محرومو سیمو ته خاصه پاملرنه شوې او له مخابراتي چوپړ برخمن شوي او لا هم د یاد ولایت ډېری سیمو کې د مخابراتي انټنونو په جوړولو کار روان دی.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته