د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري سره د جاپان سفیر مرستیال لیدنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۲۶
جاپان

پړون له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د دوست هیواد جاپان د سفیر له مرستیال یوشییاکی تاکاهاشي سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په بیلابیلو برخو کې د دواړو خواوو په همکاریو د نظر تبادله او بحث وشو. په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د جاپان هېواد د دوامدارو مرستو چې د افغانستان دولت سره یې په بیلابیلو برخو کې کړي دي د قدردانۍ څرګندونه وکړه.

همدا راز د جاپان سفیر مرستیال ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې د افغانستان دولت او خلکو سره په هر ډول حالاتو کې دوست او همکار پاتې شي.

همدارنګه هغه د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په برخه کې د جاپان هېواد شرکتونو د پانګونې د لیوالتیا خبر هم ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو...

بېرته خبرونه ته