زابل ولایت دای چوپان ولسوالۍ کې 3G انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
Tue, Mar 26 2024 2:18 PM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د زابل ولایت دای چوپان ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 3G مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د ټي دي اف لسمې پروژې په مرسته فعال شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د 3G خدمتونو په فعالیدو سره د یادو ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسۍ ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.