د معلوماتي سیستمونو د پراختیا ورکوونکي لوی متخصص د لسو بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

naweed_admin
Thu, Sep 24 2026 10:24 AM
سیستم سازی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري، د مسلکي او وړ کادرونو د جذب په موخه، د «معلوماتي سیستمونو د پراختیا ورکوونکي لوی متخصص» د لسو خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه په لیکلې بڼه واخیستل شوه.

په دې رقابتي ازموینه کې د شرایطو وړ ۳۵ تنو نوماندانو ګډون کړی و چې لس با تجربه او په شرایطو پوره کادرونه به ترې جذب شي.

د ازموینې بهیر د ټاکل شوو اصولو له مخې په شفاف او عادلانه ډول ترسره شو، چې پایلې به یې د ازموینې د پاڼو له ارزونې او نمرې ورکولو وروسته اعلان شي.

د یادونې وړ ده چې د دې بستونو لپاره د رقابتي ازموینې ترسره کول د مسلکي او وړ کادرونو د جذب او د معلوماتي سیستمونو د پراختیا په برخه کې د وزارت د مسلکي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.