مخابراتو وزارت د ټرانسپورټي خدمتونو د سازده سازۍ سیسټم جوړوي؛ دوشنبه ۱۳۹۷ د غبرګولي ۱۴مه

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۳/۱۴ - ۵:۳
dgdfd

نن دوشنبه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د آسان خدمت ادارې او د ټرانسپورټ وزارت تر منځ د ټرانسپورټي خدمتونو د پروسو د ساده سازۍ او د ټرانسپورټ وزارت د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک چې د آسان خدمت د رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني او د ټرانسپورټ د عمومي رئیس ښاغلي ویس سلطاني له لوري لاسلیک شو، د ټرانسپورټي خدمتونو په روڼوالي، چټکتیا او د ټرانسپورټي عوایدو په لوړولو کې به بنسټیز رول ولوبوي.

اوس مهال په افغانستان کې د ټرانسپورټي خدمتونو نظام ډېر پېچلۍ او له بېلابېلو ستونزو څخه برخمن دی، چې د معیاري خدمتونو د نه وړاندې کولو تر څنګ یې اداري فساد ته هم لاره هواره کړې ده. د دغه هوکړه لیک له مخې به د ټرانسپورټ وزارت د ټرانسپورټي شرکتونو د جوازونو او د بار وړونکیو او سوارلۍ وړونکیو موټرو د (خط سیر) کتابچې خدمتونه آسانه شي او له دې لارې به د ټرانسپورټي عوایو کچه څو برابره لوړه کړای شي. 
 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر