د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ریاستونو څخه لیدنه

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۶ - ۵:۳
sdasd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د مخابراتو وزارت د بیلابیلو ریاستونو او ادارو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي شهزاد آریوبي  لومړی د افغان پست ریاست ته ولاړ او د یادې ادارې د مسئولینو پلانونه او ورځنۍ چارې یې له نږدی وکتل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د پست پر اهمیت باندې  ټینګار سره  ددغې ادارې د ښه والي په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې د یادې ادارې له مسوولینو وغوښتل، چې خپلې ورسپارل شوې ورځنې دندې په ښه توګه او بې له ځنډه ترسره کړي او د مخابراتو وزارت له اړخه یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.
ښاغلي آریوبي په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې افغان پست رياست په ملي او نړيواله کچه خدمتونه ترسره کوي نو اړينه ده چې د ټولو شته امکاناتو څخه ددغه ادارې په مډرن کولو کې ورڅخه ګټه واخيستل شي

همدا راز ښاغلي شهزاد آریوبي د سایبري امنیت، نشراتو او عامه اړيکو، تحریراتو، وړکتون او نورو ادارو د کاري حجم او مسوولیتونو د  زیاتوالي له امله ددې ادارو د کارکوونکو ستاینه وکړه او په ادارو کې پر نظم او ډیسپلین ټینګار وکړ.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر