ښاغلي امیرزي سنګين د باکو په نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د آذربایجان د معلوماتي ټکنالوجۍ په هغه نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ چې ددغه هېواد په باکو ښار کې پرانستل شو.

په دغه کنفرانس او نندارتون کې د لومړي ځل لپاره د افغان صنعتکارانو لسو شرکتونو هم ګډون کړی و چې د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند خپل محصولات او ابداعات یې نړیوالو ته په ننداره کیښودل.

په دغه نړیوال کنفرانس او نندارتون کې د افغانستان په ګډون ۲۷ هیوادونو برخه اخیستې وه چې ۳۰۰ نړیوالو او سیمیزو صنعتې کمپنیو خپل محصولات او د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند نوښتونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

دا نندارتون د باکو ښار، د باکو ایکسپو په ښکلي حال کې د ډسمبر په دویم پیل شوی چې پنځه ورځې به دوام کوي. له افغانستان څخه لسو صنعتي کمپنیو په کې برخه اخیستي چې ټولې د معلوماتې ټکنالوجي (IT) په برخه کې د کمپیوتر جوړولو، پروګرامینګ او همدارنګه د انټرنیتې خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت لري.

د افغانستان د صنعت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغان صنعتکاران په یو نړیوال کنفرانس او نندارتون کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخلي. د افغان صنعتکارانو تر څنګ په دې کنفرانس او نندارتون کې د مخابراتو وزیر ښاغلي امیرزي سنګین، د افغانستان د پانګوني د ملاتړ د ادارې ( آیسا) مشر وفي الله افتخار هم برخه واخیسته. د افغان صنعتکارانو تولیدات او لاسته راوړنې په دې کنفرانس او نندارتون کې ډیرې وستایل شوې او ډیرو سیمیزو او نړیوالو سوداګرو ورسره د  ګډ کار وړاندیزونه وکړل چې په افغانستان کې به ددې ځوان سکتور د پراخیدا او پرمختګ سره ستره مرسته وکړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ یو نړیوال کنفرانس او نندارتون په کابل کې پرانیست چې ډیری د بهرنیو هېوادونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو استازو او د مخابراتي کمپنیو د تنظیم ادارو مشرانو په کې ګډون وکړ او له یاد نندارتون څخه یې لیدنه وکړه چې په ترڅ کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په اړوندو مسایلو خبرې وشوې او په دې برخه کې نوې تجربې سره شریکې شوې.

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر