د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مشرتابه د یوې غونډې په ترڅ کې د آترا ادارې او مخابراتي شرکتونو له ولایتي مسئولینو سره وکتل.
په دې غونډه کې د مخابراتي خدمتونو په بېلابېلو موضوعاتو لکه: د مخابراتي شرکتونو د پراختیایي پلانونو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي، له 2G څخه 3G او له 3G څخه 4G ته د سایټونو لوړولو، د مخابراتي شرکتونو په مستقیمو او غیر مستقیمو نمایندګیو کې د سیم کارتونو د راجستر کولو د کړنلارې پلي کولو، په لوړه بیه د سیم کارتونو له پلور څخه مخنیوی، د اوسیدونکو د شکایتونو ته رسیدنې، د پرچون پلورونکو لخوا د سکریچ کارتونو او بریښنایی کریډیټ کارتونو (میټیو) ویش، په هغو ولسوالیو کې چې تر اوسه د پیرودونکو خدمتونو مرکزونه نلري د مرکزونو جوړول، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د شمال ختیځ زون آترا ادارې سره د مخابراتي شبکو د مسئولینو همغږي، د مخابراتي ټاورونو د نصب او لیږد په اړه خبرې وشوې.
همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د پورتنیو مسایلو په پام کې نیولو سره خپلې چارې د آترا ادارې د کړنلارې مطابق ترسره کړي.
په ترتیب سره د مخابراتي شرکتونو مسئولینو د ۲۰۲۴ کال په دوهمه ربع کې د خپلو پراختیایي پلانونو او پراختیايي بودجې له لارې د نویو سایټونو د جوړولو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې ټولې چارې به د نوې کړنلارې مطابق د مخابراتو ریاست او اترا ادارې سره په همغږۍ ترسره کړي.