د پکتیا ولایت د ملکي ادارو کړنې او فعالیتونه و ارزول شول
د پکتیا ولایت د پنځه کسیزې ګډې کمېټې له لوري د پکتیا ولایت د ملکي ادارو د کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه تر سره شوه.
د یادې کمېټې د څیړنې او ارزونې له مخې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست فعالیتونه د ستاینې وړ دي.
د یادونې وړ ده چې د ارزونې په پایله کې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د خپلو دندو د ښه تر سره کولو له امله په اوله کټګورۍ کې په (۷۰) سلنې اوله درجه راغلی دی.
د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست تل هڅه کړیده چې ګرانو هیوادوالو ته لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.