زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
Wed, Sep 23 2026 1:44 PM
ریاست مخابرات زابل

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همغږۍ، د مخابراتي خدماتو نوې څانګه د قلات ښار کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو چټک حل او د خدماتو د وړاندې کولو بهیر لا منظمول دي.

د څانګې په پرانیسته کې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، ولایت مقام او اړوندو ادارو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.