د مخابراتو وزارت لخوا د پُستي خدمتونو د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځ ته کول

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۳/۲۱ - ۵:۳
dfgdfd

نن دوشنبه د ۱۳۹۷ کال د جواز په ۲۱ مه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په داسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محترم دکتور محمد هادي هدایتي، رییسانو او مشاورینو حضور درلوده، د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي پوهنیار حکمت الله الکوزي لخوا د OII سمارټ ګروپ سیستم شرکت ته د پُستي خدمتونو جواز ورکړل شو. ښاغلې هدایتي چې خبرې کنفرانس ته یې خبرې کولې وویل چې اپرا یا د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره د پُستي سکټور لپاره پالیسۍ جوړونکې او ناظره اداره ده. چې د اساسي قانون د لسمې مادې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د تګلارې له مخې خصوصي سکټور ته د هڅونې، ملاتړ، پیاوړتیا او د اقتصادي نظام پر بنسټ د خصوصي تشبساتو پرمختیا په منظور ټولې اسانتیاوې برابروي. نوموړي زیاته کړه چې خصوصي سکټور له یوې لسیزې راهیسې پُستي خدمتونه وړاندې کوي چې تر دې مهاله کابو لسو پُستي شرکتونو ته د پستي خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوازونه ورکړل شوي دي او د رسمي غړیتوب په لرلو سره یې د هېواد پستي مارکیټ ته لار پیدا کړې ده. همدارنګه هغه وویل چې په ټوله کې د مخابراتو وزارت او په ځانګړې توګه د اپرا ادارې پالیسي دا ده چې د پستي خدمتونو وړاندې کوونکو ترمنځ سالمه سیالي رامنځ ته کړي او دا دې د Smart System شرکت د جواز اخیستلو لپاره ټول قانوني پړاوونه طی کړي او نن ورځ دوی ته د جواز ورکول شاهدان یو.
 

تازه ترین خبر

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی شبکه مخابراتی سلام در ولایت نورستان صورت گرفت

در جریان این سروی، موقعیت مناسب سایت، شرایط نصب تجهیزات مخابراتی و الکترونیکی و امکان‌ تخنیکی ارائه خدمات اینترنتی...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

برگزاری نشست در مورد تطبیق سیستم دیجیتلی اسناد و مکاتیب در سطح کشور

تحت ریاست محترم الحاج ملا عبدالاحد فضلی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی نشستی در رابطه به تطبیق سیستم دیجیتلی...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

سایت جدید شرکت مخابراتی افغان بیسیم در ولایت غور به بهره برداری سپرده شد

به هدف گسترش خدمات مخابراتی و انترنتی به مناطق محروم، در نتیجهٔ تلاش‌های مشترک ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت غور...

بازگشت به خبر