د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۸ - ۵:۳
sdsad

د روان 1396 کال د مرغومي (جدی) د میاشتې په 18 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي  په کابل کې د ترکیې له سفیر ښاغلي اوګوژن توغرول سره ناسته درلوده. په ناسته کې نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په مخابراتي سکټور او معلوماتي ټکنالوجۍ کې د همکارۍ ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د خپل دولت په استازیتوب به د دوه اړخیزهمکاریو په موخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې له افغانستان سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي. همدارنګه ښاغلي اوګوژن وویل چې ترکیه او افغانستان له پېړیو راهیسې له یو بل سره اړیکې لري او نږدې سره پاتې شوي دي. 

هغه یادونه وکړه چې نوموړی هغه هوکړه لیک ته کاملا ژمن دی چې د پُستي او د افغان ټیلیکام شرکت په اړه لاس لیک شوې دی. 
ښاغلي شهزاد آریوبي له افغانستان سره د دوست هېواد ترکیې له اوږد مهاله همکاریو مننه وکړه اوپه راتلونکې کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د پایداره او دوامداره اړیکو ته هیله څرګنده کړه. 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر