د اذربايجان له ولسمشر الهام علي اوف سره ناسته

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير شهزاد اريوبي د يو لوړپوړي دولتي پلاوي سره اذربايجان ته سفر درلود. په دغه پلاوي کې چې د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي يې مشري کوله، نن يې د اذربايجان له ولسمشر ښاغلي الهام علي اوف سره وليدل. 

په دغه ناسته کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو دوه اړخيز تړون چې راتلونکي مياشت به په اذربايجان کې د اسيا زړه (استانبول پروسې) په څنډه کې لاسليک شي، د لاجورد لارې د پنځه اړخيز ټرانزيټي تړون، د افغانستان د کورنيو توليداتو څخه ملاتړ لکه د مرمر کاڼي، زعفران، قالينې او نور زراعتي توکي، د خصوصي سکتور د پياوړتيا، د اذربايجان د سوداګرو د پانګونې جذبول، د اسان خدمت برنامې پراختيا، زېربنا، معارف، تحصيلات، د رېل ليکې، تېل او غازو، د نساجي صنعت او نورو برخو کې په همکاريو خبرې وشوې. 
د اذربايجان ولسمشر ښاغلي الهام علي اوف د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا ډاډ ورکړ او افغانستان يې خپل نژدې دوست هېواد وباله. 
په پای کې د مرحوم حيدر علی اوف د اذربايجان پخواني ولسمشر او د ۱۹۹۱ ميلادي کال د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر