مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د چین هېواد انټرنټ نړیوال کنفرانس کې د ټکنالوجۍ نندارتون د بېلابېلو برخو څخه لیدنه ؤکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۹:۵۵
مولوی نجیب الله حیات حقانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او مل پلاوي چې د انټرنټ نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی و د کنفرانس په دریمه ورځ یې د ټکنالوجۍ اړوند نندارتون څخه چې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو ګډون کړی و لیدنه ؤکړه او د کوربه هېواد مل استازو له لوري ورته د اړونده وسایلو، تجهیزاتو او ټکنالوجیکي وسایلو معلومات ورکړل شؤل.

دغه نندارتون چې د چین اوژن ښار کې په لار اچول شؤی و د ټکنالوجۍ اړوند بیلابېلې برخې نندارې ته ايښودل شؤې ؤې .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د چین هېواد په رسمي بلنه د انټرنټ نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی چې د نومبر میاشتې په شلمه نېټه یې د یاد کنفرانس د غړو هېوادونو وزیرانو په کچه ناستې ته خپله وینا هم ؤاروؤله، ښاغلي وزیر صاحب په ټوله کې پر انټرنټ، اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ پر ارزښت، مخ پر ودې هېوادونو سره د ټکنالوجۍ او زیربناو  ته د لاسرسي په موخه د پرمختللو هېوادونو همکاري، د مصنوعي ځیرکتیا په سالمې ګټې اخیستنې او د شاته پاتې هېوادونو د ډیجیټل انزوايي حالت څخه پر وتلو ټینګار ؤکړ.

‎د انټرنټ نړیوال کنفرانس چې د چین هېواد اوژن ښار کې د روان میلادي کال له ۱۹مې نېټې پیل شوی د نومبر میاشتې تر  ۲۲مې نېټې پورې به دوام کؤي.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

افتتاح مرکز جدید خدمات مخابراتی در ولایت زابل

هدف از ایجاد این مرکز، تسهیل دسترسی ساکنان ولایت زابل به خدمات مخابراتی، حل سریع مشکلات...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

سروی برای ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولسوالی تڼی ولایت خوست انجام شد

با فعال‌ شدن این سایت، علاوه بر منطقهٔ سنکی زنده‌خیل ولسوالی تڼی، مناطق همجوار ناریزی، شبوخیل...

بازگشت به خبر