د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

naweed_admin
Tue, Apr 23 2024 3:38 PM
رئیس اترا

د افغانستان داسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له عمومي رییس محترم مولوي سید برات شاه آغا ندیم سره په سپیدار ماڼۍ کې لیدنه ترسره کړه.

د مخابراتو وزارت د اترا اداری عمومي رییس محترم مولوي سید برات شاه آغا ندیم د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدمتونو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه د دې ادارې پلان د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړ.

دنوموړي ناستې په لړکې ښاغلي مولوي سید برات شاه آغا ندیم زیاته کړه، چې د دوی د ارزونو پر بنسټ اترا اداره د پخوا په پرتله له مسلکي او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له اړخه په ښه حالت کې ده او ډاډ یې څرګند کړ چې هیواد والوته به زیاتې مخابراتي آسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې اترا اداره دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو ته لومړیتوب ورکړي او همدا راز سپارښتنه یې وکړه چې په مخابراتي سکتور کې د شته ستونزو د حل لپاره مناسبې او اصولي لارې ولټوي.