د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یوه ګډ پلاوي په ملتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۱
ملاقات مولوی عبدالسلام حنفی با وزیر مخابرات

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د ښار جوړونې وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه لیدنه وکړه.

دغې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي سکټور د ټولو برخو مفصل معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د افغانستان د فریکونسیو د څار او نظارت مرکز له لوري راغلي پلاوي ته د فریکونسیو د څار او نظارت په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

ملاقات عبدالسلام حنفی با وزیر مخابرات

دغې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال د ریل ټایم له سیسټم څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو برخو لخوا ورته پوره معلومات وړاندې شول.

پای کې  د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام اداري مرستیال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې یاد وزارت توانېدلی کمه موده کې ډېر پرمختګ وکړي او هېوادوالو ته د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخو کې آسانتیاوې برابرې کړي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته