د هېواد په ټولو سيمو کې د انټرنتي خدماتو د پراختيا لپاره هڅې

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۴۱
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغانستان د انټرنټي ټولنې په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په خپلو خبرو کې د انټرنټي خدماتو شرکتونو د بېو او همدا راز د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د عمده نرخونو د کمښت په اړه خبرې وکړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل چې د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت سره چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، بحثونه روان دي تر څو د انټرنټ عمده نرخونه را کم کړي او ټينګار يې وکړ چې دا تخفیف باید د شرکتونو مشتریان ته ورسېږي. ښاغلي هاشمي ددغه غونډې له

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغانستان د انټرنټي ټولنې په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په خپلو خبرو کې د انټرنټي خدماتو شرکتونو د بېو او همدا راز د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د عمده نرخونو د کمښت په اړه خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل چې د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت سره چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، بحثونه روان دي تر څو د انټرنټ عمده نرخونه را کم کړي او ټينګار يې وکړ چې دا تخفیف باید د شرکتونو مشتریان ته ورسېږي.

ښاغلي هاشمي ددغه غونډې له جوړېدو مننه وکړه، زیاته يې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هېواد کې د انټرنټ د پراختيا په هڅه کې دی.

نوموړي زیاته کړه: (له انټرنټ ګټه اخیستنه د هر افغان حق دی او موږ هڅه کوو چې د هېواد ټولو سيمو ته انټرنټي خدمات وغځوو.)

په وروستیو څو کلونو کې د انټرنټ وده او پراختيا د پام وړ وه او تر راتلونکو پنځلس کلونو به هېڅ کار له انټرنټ پرته ممکن نه وي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ددې مطلب په بیانولو سره وویل چې د ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره د زیربناو په جوړولو او د نوري فایبر شبکې پر پراختيا کار روان دی، تر څو هر ځای د خوندي انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې زمينه برابره شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: ( خصوصي سکټور د هېواد د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور مهمه برخه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خصوصي شرکتونو سره د انټرنټ د پراختيا او ودې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.)

د (IGFA) د بورډ غړي عمر منصور انصاري د ښه راغلاست تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو او همکاريو د یادونې ترڅنګ په دې برخه کې يې د وزارت د مهمو ګامونه ستاينه وکړه. 
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته