کنړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ کې افغان بیسیم مخابراتي د نوي سایټ جوړولو په موخه سروې تر سره شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۱۰
مخابرات ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس د کنړ ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د کنړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په څاریګل سیمه کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت د نوي سایټ جوړولو لپاره  سروې تر سره شوه او همداراز د ماڼوګي ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې د یوه فعال مخابراتي سایټ څخه څار تر سره شو.

مخابرات ولایت کنر

ډېر ژر به د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادې سیمې محترمو اوسیدونکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د څاریګل سیمې اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

بېرته خبرونه ته