د ښاغلي پوهنمل محمدضیا"ثنا" لنډ ژوند لیک

Mohammad Zia Sana

ښاغلی پوهنمل محمدضیا"ثنا" د محمد عیسی زوی په ۱۳۶۸ هـ ش کال کې د غزني ولایت په یوه روښانفکره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
هغه خپلې لمړنۍ، منځنۍ او د لیسې تر کچې زده کړې د غزني ولایت په سنایي لېسه کې په موفقانه ډول سر ته رسولي دي.
نوموړي خپلې لوړې زده کړې د لیسانس په کچه د کابل په پولې تخنیک پوهنتون کې د انجنیرۍ کمپیوټر او انفور ماتیک په پوهنځي کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې تر لاسه کړي دي.
وروسته بیا په ۱۳۹۰ کال کې د علمي کادر په توګه په همدې پوهنتون کې جذب کړل شو.
په ۱۳۹۲ کال کې دوست هېواد جرمني ته د ماسترې زده کړو لپاره لاړ هلته یې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې د سائنس او کمپیوټر په برخه کې خپلې د ماسټرې زده کړې بشپړ کړې.
فعلاً د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر سائنس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو په ډیپارټمینټ کې د بر حال استاد په توګه دنده ترسره کوي.
ښاغلی"ثنا" په ۱۳۹۷ کال کې د همدې پوهنتون د محصیلانو چارو معاونیت سر پرست وټاکل شو چې په دې برخه کې یې یو کال دنده ترسره کړه.
بیا د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱/۴/۱۳۹۸ ګنې حکم پر بنسټ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د سائنس او کمپیوټر پوهنځي ته د رئیس په توګه ور وپیژندل شو.
په دې وروستیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ازادې سیالۍ له لارې او د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ د کادري حقوقو په ساتنې سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټلي مهارتونو د پراختیا ریاست ته په دوهمه رتبه بست کې د رئیس په توګه وګمارل شو او په کار یې پیل وکړ.

 

 

contact  ۷۰۰۰۰۴۸۹۸(۰)۹۳+

email icon  masoodsamim@yahoo.com

facebook icon  Sayed Masoud Samim

website  www.mcit.gov.af